دوه تنو افغان چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې پاکستان د برهان الدین رباني د قتل په تور دوه شکمن کسان نیولي دي. رباني تیر کال د یوه ځانمرگي برید کوونکي له خوا په خپل کور کې ووژل شو.
د کابل چاپ یو شمیر ورځپاڼو د شنبې په ورځ په قطر کې د طالب او امریکایي استازو تر منځ د خبرو اترو او په شارجه کي د پاکستان او افغانستان تر منځ د کرکيټ د لوبې په اړه لیکنې خپرې کړي دي.
ولسمشر کرزي افغانانو ته د بگرام د زندان د کنترول د چارو د سپارلو موده د یوې بلې میاشتې له پاره ځنډولي ده. په دغه زندان کي د بندیانو د ربړولو رپوټونه ورکړل شوي دي
پاکستاني چارواکي وايي چي له هغه وروسته چي بن لادن ووژل شو او د بې پيلوټه الوتکو عمليات پيل سوي دي د پاکستان او افغانستان له جگړې سره ډير لږ بهرني جنگيالي يو ځای کيږي.
یوه امریکایي جنرال د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چي افغان امنیتي ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري د خپل هیواد امنیت ساتلو ته چمتو وي.
افغان دولت غواړي چي د هغو طالب بنديانو سره د ليدلو له پاره يو پلاوی واستوي چي ټاکل سوې ده د امريکا له خوا له گوانتانامو زندان څخه آزاد او د قطر هيواد ته ولېږل سي.
یو افغان چارواکي د چهار شنبي په ورځ ویلي دي چي د افغانستان او پاکستان له پاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي په جنوري میاشت کي په قطر کي د طالبانو له استازو سره لیدلي دي.
د کابل په زړه کي پراته بې ځايه شوي افغانان وايي چي د ژمي د سړې څپې او يخنۍ له امله ئې شل تنه ماشومان مړه سوي دي او په لسونو نور په موسمي ناروغيو اخته شوي دي.په کابل کي سږنی ژمی سخت يخ دئ.
د امريکا متحده ايالات غواړي چي له طالبانو سره د خبرو اترو بهير ګړندی کړي او د شيکاګو په غونډه کي د ناټو غړو هيوادونو ته د افغانستان د سولي په بهير کي د پام وړ پرمختګ اعلان وکړي.
د افغانستان د کرکیټ بورډ اجرائیوي مشر نسیم الله دانش سره د دویچه ویله ځانگړۍ مرکه
د ملگرو ملتونو له خوا په خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې تیر کال د افغانانو له پاره تر ټولو خونړی کال وو.
د کار نړيوال سازمان اندېښنه ښوولې ده چي ددغو ماشومانو کار د کورنيو په اقتصاد پوري اړه لري.