د سوريې د حکومت مخالفينو ويلي دي چي پلازمېنې دمشق ته نږدې د حکومتي ځواکونو او ياغيانو تر منځ وسله والې نښتي سوي دي. حاني عبدالله نومي يو فعال د المان خبري آژانس ته ويلي دي چي دغه نښتي د دمشق په ريف نومي سيمه کي رامنځ ته سوي دي. په نښتو کي د مرگ ژوبلي خبر نه دی ورکول سوی. دا پداسي حال کي ده چي د سوريې د حکومتي ځواکونو له خوا د حمص ښار د محاصرې يوه اونۍ پوره کېدونکې ده. نوموړی ښار د ولسمشر بشارالاسد د مخالفينو او احتجاج مرکز بلل کيږي. د بشري حقونو د ټولنو د راپورونو له مخي د جمعې په ورځ د لمانځه وروسته په ټول هيواد کي لږ تر لږه ۹۰ انسانان ووژل سول. زياته سوې چي تر ۲۳۵ څخه زيات انسانان ژوبل سوي هم دي. په سوريه کي د مياشتو راهيسي د ولسمشر بشارالاسد پر ضد احتجاجونه دوام لري چي د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي پکښي تر اوسه په زرگونو انسانان وژل سوي دي.
د مصر واکمنې پوځي شورا يو ځل بيا د احتجاج کوونکو هغه غوښتنې رد کړي دي چي واک دې ملکي حکومت ته وسپاري. دا پداسي حال کي ده چي د پخواني ولسمشر حسني مبارک د راپرځېدلو يو کال پوره کېدونکی دی. د مصر د پوځي جنرالانو په يوه ليک کي راغلي دي چي هيڅکله به د اخطارونو او فشارونو له کبله په پلان کي بدلون را نه ولي. دغه ليک د جمعې په ورځ د مصر په ملي تلويزيون کي ولوستل سو. په ليک کي د داسي يوه گډوډي څخه خبرداری ورکول سوی دی چي د ليک ليکونکو جنرالانو په وينا پلان سوې دسيسه ده. احتجاج کوونکو د حسني مبارک د را پرځولو د يو کال پوره کېدو په ترڅ کي د شنبې په ورځ د عمومي احتساب اعلان کړی دی. دوی د مصر د واکمني پوځي شورا څخه غوښتي چي واک ملکي ادارې ته وسپاري.
د يونان حکومت د نړۍ والو قرض ورکوونکو هغه پلان منلی دئ چي په مرسته به ئې هڅه کيږي چي دغه هيواد د ډېوالي کېدو څخه وساتي. دغه پلان په اضطراري توگه د جمعې په ورځ د منلو له پاره کابينې ته وړاندي کړل شو. پلان سوې چي د يونان پارلمان به د يکشنبې په ورځ د پلان پر وړاندې سوې مسوده رايي واچوي. يونان ته د ۱۳۰ ملياردو يورو مرسته د قرضو ورکوونکو او اروپايي ملگرو هيوادونو لخوا د دغه پلان سره تړل سوې وه. که پارلمان د سپما دغه پلان تصويب کړي نو به دې ته لاره خلاصه سي چي نوموړی هيواد ۱۳۰ مليارده يورو نوري مرستي تر لاسه کړي. د سپما د نوي پلان په وړاندي د احتجاج په توگه د يونان د حکومت ۵ وزيرانو د جمعې په ورځ استعفی کړې وه. يونان د يورو پول واحد غړی هيواد دئ چي په لوړه کچه تر پورونو لاندي دئ. دغه هيواد پرته د يورو پول واحد د نورو غړو هيوادونو د مرستو د ډېوالي کېدو سره مخامخ دئ.
د امريکا د متحده ايالتونو حکومت غواړي چي په راتلونکي کال کي د بودجې کسر راکم کړي. د حکومت يوه غړي په واشنگټن کي ويلي دي چي حکومت غواړي چي په ۲۰۱۳م کال د بودجې کسر ۹۰۱ ملياردو ډالرو ته راکښته کړي. د ۲۰۱۲م کال په پرتله دا ډېر ټيټ کسر دی. پدې توگه سره به د نوي پور اخيستنې کچه د بشپړي بودجې ۵،۵ فيصدو ته راټيټه کړل سي. د روان مېلادي کال له پاره د ۸،۵ فيصدو کسر اټکل سوی دی. ولسمشرباراک اوباما چي د نومبر په میاشت کي د ولسمشرۍ په ټاکنو کي کانديد هم دئ غواړي چي د دوشنبې په ورځ د بودجې دغه مسوده کانگرېس ته وړاندي کړي. اټکل کيږي چي دی به يو ځل بيا هڅه وکړي چي پر هغو کسانو ماليې جگي کړي چي زياتي پيسې گټي او پدې توگه د حکومت خزانې ته ۱،۶ ملیارده ډالر زياته ماليه راټوله کړي. د جمهوري غوښتونکو گوند د بډای خلکو په وړاندي د ماليو د جگونې مخالفت کوي.
د سټېنډرډ اېنډ پورس آژانس د ۳۴ اېټالوي بانکونو د پور اخيستلو د اعتبار درجې راټيټي کړي دي. نوموړی آژانس په نړۍ واله توگه د هيوادونو او شرکتونو د پور اخيستلو اعبتار ارزوي. په هغو اېټالوي بانکونو کي چي د اعتبار درجې ئې راټيټي کړل سوي دي د اُني کرېډټ، بانکو پاپولارې او اينټېسا سانپاؤلو بانکونه شامل دي. د آژانس په راپور کي راغلي چي د دغو ۳۴ اېټالوي بانکونو اعتبار ښايي په راتلونکو پنځو کلونو کي نور هم ټيټ سي. په ارزولو سوو اېټالوي بانکونو کي يوازي درې بانکونه په دې توانېدلي دي چي د اعتبار خپلې پخوانۍ درجې وساتي. نوموړي آژانس څو وخت تر مخه د يورو پول واحد د يو شمېر نورو غړو هيوادونو تر څنگ د اېټاليې د قرضې اخيستلو د اعتبار درجه هم راټيټه کړې وه.
یو افغان چارواکي د شنبې په ورځ ویلي چې د ارزگان په ولایت کې د سرک د غاړه ماین پنځه تنه پولیس وژلي دي. د نوموړې چارواکي په وینا دغه پیښه د ارزگان ولایت په مرکز ترینکوټ کې هغه وخت رامنځته شوې کله چې د پولیسو یو موټر د گزمۍ پر وخت د سرک د غاړې د ماین ښکار شو. دغه پیښه د جمعې په شپه ناوخته رامنځ ته شوې.