خبرونه | 05.09.2008 | 11:00 UTC
هنا نومي بړبوکۍ په هايټي کي ډير کسان له منځه وړي
په هايټي کي هنا نومي دوړ دوړکي ترهغه ډير کسان د منځه وړي چي اټکل يې کيدی. د وروستيو رارسيدلو رپوټونو د مخه د کاريبيک په دې ملک کي لږترلږه 136 کسانو تر اوسه خپل ژوند د لاسه ورکړی دی. د هايټي گڼ شمېرسيمي تر اوسه پوري اوبو لاندي کړي، په تيره بيا ساحلي ښار گوناوز سخت زيانمن سوی دی. د حالاتو د ښه کيدلوهيله نه کيږي، دا ځکه چي يو بل ايکه نومی طوپان هم د کاريبيک ټاپوگانو ته ورنژدې کيدونکی دئ.هنا نومی طوپان اوس د بهاما پر ټاپو باندي تيريدونکی دئ. د دې تر څنگ د مکزيکو په خليج کي د تېلو ايستنه بېرته پيل سوې ده، کومه چي د گوستاف نومي طوفان له کبله بنده سوې وه.










