1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

باډن ورټم بېرگ ته لنډه کتنه

۱۳۸۸ اردیبهشت ۲۸, دوشنبه

کله چي څوک د باډن ورټم بېرگ نوم واوري نو سمدلاسه يې تورځنگلات، د آلوبالو کيک او ستر موټر په ذهن کي راسي. خو د فيډرالي المان دغه ايالت ډېر نور په زړه پوري شيان هم لري.

https://p.dw.com/p/HsFo
هايډل بيرګ د باډن ورټم بيرګ برخه ده
هايډل بيرګ د باډن ورټم بيرګ برخه دهانځور: DW

باډن ورټم بېرگ دالمان هغه یوازنی ايالت دی چي د رېفرنډم يا ټول پوښتنې په ترڅ کي منځ ته راغلی دی. د1951 م مېلادي کال د دسامبر د مياشتي په 16 مه نېټه پدغه سيمه کي يوه ټول پوښتنه يا رېفرېنډم تر سره سو. ځايي ښځو او نارينو د خپلو رايو په اکثريت سره دې ته لاره هواره کړه چي د پخواني درو ايالتونو باډن ورټم بېرگ، ورټم بېرگ هوهن څولرن او د باډن د ايالت څخه يو نوی ايالت جوړ کړل سي. معنی دا چي درې واړه د باډن ورټم بېرگ په نوم سره يو ځای کړل سي. ددغه ايالت د منځ ته راتلو رسمي نېټه د1952 م مېلادي کال د اپريل 25 مه نېټه ده.

ډېر عايدات اوکمه بې روزگاري

پيغلي په ځانګړي سيمه ايز لباس او خوليو کي
پيغلي په ځانګړي سيمه ايز لباس او خوليو کيانځور: dpa - Bildfunk

وروسته له دې چي باډن ورټم بېرگ د نوي ايالت په ډول منځ ته راغلی، په ډېر لږ وخت کي دغه ايالت ډېر پر مختگ وکړی او اوس د المان په تر ټولو بريالي ايالتونو کي شمېرل کيږي. ددغه ايالت وگړي د ټول المان د اوسط په پرتله جگ معاشونه لري او د المان د نورو ټولو ايالتونو په پرتله دلته بې روزگاره انسانان کم دي. په 2008 م مېلادي کال پدغه ايالت کي 4.5 فيصده وگړي بې روزگاره وه او هغه پداسي حال کي چي د ټول المان په کچه اوسطا 8.2 فيصده وگړي بې روزگاره وه.

„بېله معياري الماني زموږ نور هر څه زده دي.“

دباډن ورټم بېرگ ایالت د نورو گڼ شمېر ځانگړتياو تر څنگ د ټولې اروپا پر سطح د نوي صنعتي ټېکنالوجۍ او علمي اوساينسي څېړنو له وجي منل سوی او پېژندل سوی دی. د اروپا د نورو ټولو سيمو په پرتله پدغه ايالت کي پر علمي او ساينسي څېړنو زياتي پيسې لگول کيږي. باډن ورټم بېرگ د 2007 م مېلادی کال راهيسي د غورو او فوق العاده پوهنتونونو د ځای د نوم درلودلو اعزاز لري.

دباډن ورټم بېرگ د عايداتو تر ټولو مهمه څانگه د موټر جوړولو صنعت دی. دغه صنعت په علمي او ساينسي څېړنو کي هم زياته پانگونه کوي. نامتو موټر جوړونکي صنعتونه لکه ډايملر، پورشه او بوش په باډن ورټم بېرگ کي خپلي مرکزي نمايندگۍ لري. د باډن ورټم بېرگ په اقتصادي بريا کي د هغو متوسطه او کوچني تجارتي او کسبي شرکتونو لاس هم سته، چي پدغه ايالت کي کار کوي او د وگړو د ښه اقتصادي حالت سبب گرځي.

علم او پوهه، صنعت او طبعي منظرې

معلوماتي جدول

10.7 مليونه

نفوس

35750 کلوميتره مربع

احاطه

شټوټ گارټ

د ايالت پلازمېنه

25.04.1952

د منځ ته راتلو نېټه

ماشين جوړونه، موټر جوړونه

مهمې اقتصادي څانگي

ددغه ايالت د ښه معيار اصول د زياتو خلکو لپاره کشش لري. پدغه ايالت کي د المان بهترينه ريسټورانټونه، بېلا بېل مشروبات او يوه بډايه کلتوري ظهور اوصحنې تر څنگ قدرتي او طبعي ځايونه هم سته.

په همدې وجه دغه ايالت ته زيات سېلانيان راځي. پداسي حال کي چي هر کال پدغه ايالت کي څلوېښت مليونه سېلانيان شپې کوي، د المان د بايرن ايالت نه وروسته دغه د المان تر ټولو زيات سېلانيان را جذبوونکی ايالت دی. په باډن ورټم بېرگ ايالت کي گڼ طبعي ځنگلات سته چي د تور ځنگلونو په نامه ياديږي. دغه ځنگلونه چيري چي په زړه پوري درې، غونډۍ، د بزگرو ښکلې کورونه، د گلونودرې مايناو او غايشه ناو سته، د سېلانيانو په راجذبولو کي ستر رول لوبوي. د گلونو د درې په نوم سېمي مايناو او غايشه ناو د ملگرو ملتونو د ټولنې يونېسکو لخوا د نړۍ وال کلتور ميراث ټاکل سوي دي. ددې تر څنگ ښارونه لکه هايډل بېرگ، ټيوبينگن، فرای بورگ او کونسټانڅ د سېلانيانو د توجه مرکز وي.

د گردۍ ارې او اليکټرونيکي خوردبين ترمنځ

د باډن ورټم بېرگ د ساعت تيري او سياحت په ډگر کي زياته تجربه لري. ددغه ايالت اوسېدونکي ډېر خواري کښه او وکار ته لېواله کسان دي. د همدغه خواري کښه اوسېدونکو له وجې د باډن ورټم بېرگ اقتصادي وضع ډېره ښه دی.

گېرهارډ ډېگل مان، څوک چي د نجارۍ د لوړي رطبې درلودلووترڅنگ پدغه کسب کي د ډيري تجربې خاوند هم دی، هغه وخت ځان هوسا احساسوي، کله چي يې د نجارۍ په کارځای کي ډېر کار وي. اره کول، مېچول، پېچول او سوهانول د نوموړي لپاره همېشه د خوښۍ سبب گرځي. گېرهارډ ډېگل مان په لومړي نظر غلی ښکاري. د گرديو عينکو تر شا د ده نسواري سترگي داسي ښکاري لکه دی چي چا ته دشک په سترگو گوري. خو که خبره د کړکيو او دروازو د چارچوبونو او د نجارۍ د کار وي نو سمدلاسه دده خاموشي له منځه ځي او دی په لېوالتيا په بحث کي برخه اخلي.

يو کسبکاره چي د کسب تر څنگ په علمي څېړنه بوخت دی

د نجارۍ تر څنگ ښاغلي ډېگل مان خپل ځان د کړکۍ جوړونې کارپوه کړی دی. د نوموړي د شرکت د بريا راز و نوښت ته لېوالتيا ده. نوموړی پدې هکله په خاکسارۍ سره وايي: „موږ همېشه نوي لاري او مېتودونه ازمويل او د کار نوي لاري به مو موندلې. موږ څو کاله پرله پسې دغه نوي مېتودونه په خپله وازمويل تر څو چي مو بيا دغه يوه بل شرکت ته وسپارل“. ښاغلی ډېگل مان يو کسبکاره سړی دی چي د خپل کسب تر څنگ علمي څېړنه کوي.

ددې پوښتنې په ځواب کي چي ايا دغه ډول زيار ايستنه او کوښښ د دغه ايالت لپاره عامه خبره ده که څنگه، نوموړی وايي: „هر څوک چي وغواړي نو دغه کار ترسره کولای سي“

د اولغش ريوډيگر د خوښي اوزار د يو مليون يورو قيمت لري

د اولغش ريوډيگر لپاره هم خپل ‍ کسب يوازي د رزق پيدا کولو منبع نده بلکه د نوموړي لپاره دغه يو شوق گرځېدلی دی. ښاغلی اولغش ريوډيگر د فيزيک پوهاند دی. د نوموړي د کار آله يو داسي برقي مايکروسکوپ دی چي د نوي ترينه ټېکنالوجۍ پر بنسټ جوړ کړل سوی دی. پدغه آله باندي ډول ډول نورې آلې، تارونه او پيپونه تړل سوي دي. پدغه نوي الېکټرونيکي مايکروسکوپ استاد اولغش ريوډيگر او دده پوهنتون وياړي. اولغش ريوډيگر د کوسنټانڅ ښار د پوهنتون استاد دی. د کونسټانڅ پوهنتون دغه نوی الېکټرونيکي مايکروسکوپ په يو مليون يورو رانيولی دی. د 42 کلن استاد اولغش ريوډيگر دعلمي څېړنو او پلټنو څانگه د نانو ټېکنالوجي ده. دغه نوی الېکټرونيکي خوردبين چي په الماني ژبه ورته ټونل غاسټرميکروسکوپ ويل کيږي د ښاغلي ريوډيگر د علمي څېړنو لپاره يوه حتمي آله ده.

د کوچنۍ ترينه بعد يا ډايمېنشن په نړۍ کي پرمختگ

پوهاند اولغش ريوډيګر
پوهاند اولغش ريوډيګرانځور: DW

يو نانو مېټر د يوه ملي مېټر يوه مليونمه برخه او د يوه مېټر زر مليونمه يا مليارډمه برخه ده. که يو ماليکيول راواخلو چي ستروالی يې يو نانومېټر وي او د يوې مالټې سره يې په ستر والي کي پرتله کړو، نو فرق يې دومره دی لکه د مالټې او د مځکي د کرې تر منځ چي په سترواله کي فرق دی. دکوم مايکروسکوپ څخه چي پوهاند ريوډيگر کار اخلي هغه ددې جوگه دی چي د مادې ترټولو کوچني ذرات و پېژني او انځورونه يې واخل. ددې لاري څوک کولای سي چي د مادې دفيزيکي ځانگړتياو او خصوصياتو په هکله معلومات تر لاسه کړي. نانو ټېکنالوجي په پرتليزه توگه د علمي څېړنو يوه نوې څانگه ده او پدې توگه ډېر څېړونکي ساينسپوهان د باډن ورټم بېرگ و دغه پوهنتون ته ورځي. د کونسټانڅ د پوهنتون تر څنگ د باډن ورټم بېرگ درې نورو پوهنتونونو ته د المان د بهترينو پوهنتونونو لقب ورکړل سوی دی.

د ننوتلونه وړاندي بايد ځانگړې خولۍ او ځانگړې چپنه واغوستل سي.

څوک چي د دغه الېکټرونيکي مايکروسکوپ و ځای ته ننوتل غواړي نو بايد يوه ځانگړې خولۍ او ځانگړې چپنه واغوندي، تر څو ددې مخه ونيول سي چي د کالو او يا ورېښتانو دلاري دغه ځای ته دوړه يا د خاورو ذرات يووړل سي. د سترو ماشينونو په مرسته ددغه ځای هوا فلټر کيږي او ددغه ځای هوا د هر ډول مکروبونو او د خاورو د ذراتو څخه پاکه وي. پدغه لابراتوار کي ساينسپوهان د موادو د بېلولو په کار کي د ډيرو زورورو تېزابو څخه کار اخلي.

د تخصص د پولو هاخوا گډکار او د ماموريت لنډي لاري

اولغش ريوډيگر د هغه گډکار څخه ډېر خوښ دی چي دی يې دساينس د نورو څانگو دمتخصصينو سره تر سره کوي. په عامه توگه هر متخصص يوازي د خپل تخصص د څانگې سره لېوالتيا لري خو د پوهاند ريوډيگر په وينا د کونسټانڅ په پوهنتون کي داسي نده. نوموړی وايي: „پداسي حال کي چي زموږ په پوهنتون کي د لسو زرو په شاوخوا کي محصيلين په تحصيل بوخت دي، نو زموږ پوهنتون په پرتليزه توگه کوچنی پوهنتون دی. د کار او ماموريت لاري لنډي دي. که داسي کومه خبره وي چي بايد پرې خبري وسي نو څوک کولای سي چي د غرمې د ډوډۍ په ځای کي د پوهنتون د ريس سره دغه خبره مطرح کړي.“

د نيويارک پر ځای کونسټانڅ

پوهاند ريوډيگر په نيويارک کي هم علمي پلټني کړي دي خو نوموړی وايي چي په کوچني ښار کوسنټانڅ کي د کار چاپيريال غوره دی. نوموړی پدې هکله وايي: „پداسي يوه ځای کي ژوند او کار کول ښه خوند کوي چيري چي څوک د کونسټانڅ و بحيرې او د الپس و غرنۍ سيمې ته نژدې وي“. په باډن ورټم بېرگ کي د المانۍ ژبې يوه ځانگړې لهجه ويل کيږي. پوهاند ريوډيگر وايي چي دده ماشومانو هم اوس دغه ځانگړې لهجه زده کړې ده او په همدغه لهجه خبري کوي. خو دی پخپله په معياري الماني ژبه خبري کوي. دی زياتوي چي د کار په ډگر کي اوس هغسي انگليسي ژبه مخ په وړاندي روانه ده.