1. اصلي محتوا
  2. عمومي هدايت کونکي(navigation)
  3. اضافي محتوا
  4. لوړ هدايت کونکی
  5. لټون
  6. د 30 ژبو څخه يوه غوره کړئ


 

آلمان او نړۍ | 06.07.2008

کنداري ځوانان او اقتصادي پياوړتيا

د اقتصادي پياوړتياپه دې وركشاپ كي دشخصي او دولتى متشبيصينو ترڅنګ د يوشمېر ساختماني شركتونواستازوته هم بلنه وركړل سوې وه

پنځوسو تنو کنداري ځوانانو ته د اقتصادي پياوړتيا يو روزنيز ورکشاپ پرانستل سو.

نوموړي پروګرام چي دآيسا يا د افغانستان دپانګه اچوني دملاتړ د ادارې له خواپه ټول افغانستان كښي پرمخ بيول كيږي، موخه يې داده چي، شخصي پانګه وال د نني عصر د اړتيا وو سره سم خپلي چاري پر مخ بوزي.

د نوموړي ادارې د مسؤل نصرالله دراني په وينا، پانګوال دي چي د يوه هيواد په اقتصادي پرمختګ کښي فعاله ونډه اخستلای سي.

 

د اقتصادي پياوړتياپه دې وركشاپ كي دشخصي او دولتى متشبيصينو ترڅنګ د يوشمېر ساختماني شركتونواستازوته هم بلنه وركړل سوې وه . د ساختماني  شركتونو د يو تن استازي په وينا:  دا نه يوازي چي د اقتصادي پياوړتيا په دې  روزنيزوركشاپ کي پرسوداګريزو مسائلو ږغيږي بلكي په دغه وركشاپ كښي د ادارې  د منجمنټ  يا اداري سمون او د پروژو د مانيتورينګ  پر اړينومسائلو هم  بحثونه اوخبري كيږي.

 په ورکشاپ کي ګډون کونکي ځوانانBildunterschrift: Großansicht des Bildes mit der Bildunterschrift:  په ورکشاپ کي ګډون کونکي ځوانان

بله خوا ددغه  وركشاپ ګډون وال هم  د دا ډول مسلكي زده كړوڅخه خوښي څرګندوي. د وركشاپ دګډون كونكو د يو تن  په  وينا چي  دا ډول روزنيز پروګرامونه  د ژوندانه  په  چاروكي ډيرګټورتماميداى سي.

 

په دې ورکشاپ کي يو تن پانګه وال  پوپل.  پر پانګوالو ږغ کوي چي د خلګو  د ژوندانه  د اقتصادي کچي د لوړولو په  اړه  ترهرڅه د مخه خلګوته دكارونو زمينې برابري كړى. ترڅو ددوى ددغو هلوځلو په  نتيجه كي هم  د هيواد اوسنۍ سياسي اوضاع تغيرومومي اوله  بله اړخه موخلګ پر خپلوپښو ودريږي  اوله خپل هيواد څخه  يوخودكفا اوپر خپلومټو ولاړ يومملكت جوړكړي.

 

د يادوني وړده چي اوس مهال  د هيواد د اقتصادي پياوړتيا په برخه کي ډير مسلكي  او اهل كاره ځوانان ترسترګوكيداى سي. خومتاسفانه چي  کمزوري اقتصاد له كبله نسي كولاى  چي په دې لاره كښى ګټور اوكوټلي ګامونه پورته كړي.

 
 
Artikel bookmarken

موږته بريښنا ليک راولېږيلېږلچاپ

د موضوع په اړه نور معلومات



 
د ورځي عکس
ImageOfTheDay

DW-TV EUROPE live

Journal (deutsch) - Mit Reporter