1. اصلي محتوا
  2. عمومي هدايت کونکي(navigation)
  3. اضافي محتوا
  4. لوړ هدايت کونکی
  5. لټون
  6. د 30 ژبو څخه يوه غوره کړئ


 

آلمان او نړۍ | 07.07.2008

پولنډ پخپله خاوره کي د امريکا توغنديو ته ځای نه ورکوي

داسي ښکاري چي هغه غوښتني چي پولنډ يي د امريکا د متحده ايالاتو څخه لري چي ددغه هيواد د پوځ عصري کول دي د امريکا و متحده ايالاتو ته د منلو وړ نه دي

دامريکا د متحده ايالتونو حکومت  تيره اونۍ اشارتاً داخبره کړې ده چي، د پولنډ سره د څوکالو خبري اتري چي، دتوغنديو د  درولو دځايونو د جوړولو په  هکله يي کړي دي له ناکامۍ سره مخامخ سوي دي.

 تر دې د مخه د ليتوانيا نوم  د بديل په  توګه اخيستل سوی و.

 

دامريکا دمتحده ايالتونو د جمهوري رياست  د مرستيال دک  چيني سره د پولنډ د لمړي  وزير دونالد تسک  د تلفوني خبرو څخه  وروسته هم  داسي برېښيدل چي  دتوغنديو د دفاعي سسټم د درولو د ځايونو دجوړولو لپاره ددوی خبري پرته له کومي نتيجي  پای  ته رسيدلي دي.

د امريکا د متحده ايالتو د جمهوررييس مرستيال ديک چيني اوس دې موضوع ته د يوې بلي لاري د لټولو په فکر کي ډوب دیBildunterschrift: Großansicht des Bildes mit der Bildunterschrift:  د امريکا د متحده ايالتو د جمهوررييس مرستيال ديک چيني اوس دې موضوع ته د يوې بلي لاري د لټولو په فکر کي ډوب دی

چيني وويل: د امريکا متحده ايالتونه  د پولنډ اصلي ملګري وه، اودي. کله  چي لازمه وه اووضعه به  د انتقاد  وړسوه  زموږ عسکرو يو د بل سره مرسته  کول، دا که دعراق او يا دافغانستان  په برخه کي  وه همداسي به وي. خو داخبري اتري تر دې لوړي دي، دا د پولنډ په خاوره  پوري  اړه لري.

 که څه هم چي امريکا غواړي چي  د پولنډ په خاوره کي د توغنديو دفاعي سسټم و دروي، او په رسمي توګه  دغه توغندی د ايران په وړاندي تعبيه کيږی ، خو روسیه هم دهغي دخپلي وينا سره سم ځان ترګواښ لاندي احساسوي.

دچکانوله جمهوريت سره د امريکا متحده ايالتونه موافقې ته رسيدلي دي.

 

د پولنډ لومړي  وزير توسک په  ټاکنو کي تر  بريالي کيدو د مخه لا اعلام کړی وو چي، دی به د پخوانی لومړی وزيرکچينسکي بر خلاف له  امريکايانو سره  سختي خبري اتري  وکړي ترڅو پولنډ ته ددې لاري څخه ډير امتيازونه تر لاسه کړي.

 

د ورکړل سوو معلوماتو د مخه  پولنډ دخپلي دافع هوا دپياوړي کولو او د خپل پوځ دعمومي عصري کولو لپاره  مرستي غواړي.  او دغه  ډول  پولنډ هيله لري چي د اوږدو کلونولپاره د امريکا د متحده ايالتونوسره په لوړه سطحه پوځي ګډکار وکړي

 د پولنډ لومړی وزير دونالد تسکBildunterschrift: Großansicht des Bildes mit der Bildunterschrift:  د پولنډ لومړی وزير دونالد تسک

تسک وايي: په پولنډ کي د دفاعی توغنديو ځای پر ځای کول تر هرڅه  د مخه د امريکا د متحده ايالتونو امنيت لوړوي. دا هغه څه دي چي  زموږ، او دټولي نړۍ لپارهم  مهم دي. خو د دغو دفاعي توغنديو درول پولنډ ته خطر هم د ځانه سره راوړي.    مهم دلته  د پولنډ امنيت دی. پوښتنه داده چي ايا دپولند لخوا د هوکړي سره دلته امنيت  ډيريدای سی؟

خو د خبرو اترو پای چي په پولنډ کي يي  دونه  انتظارکيدی بياهم ندی اعلام سوی. د پولنډ لومړی  وزير  چي  بې له دې هم  د پولند په ګته  د څرګندونو له امله پام ځانته را اړوی ، اوس  ويلي دي  چي خبري اتري  به  دوام وکړي، او و يلي يي دي چي  پولنډ اوس  د هغو ټولو ښکاره پوښتنو و جواب ته چي د امريکا متحده ايالتونه يي بايد ورکړي انتظار باسي.

 

د پولنډ يو سياسي مبصر ليکلي چي نوموړی جمهور رييس  د دوو بدو ترمنځ د يوې د ټاکلو چانس لري. دا بې تفاوته  ده چي دی څنګه  پريکړه کوي دا به  پر ده  باندي د ډيرو انتقادونو سبب سي.

د مبصر په نظر که د توغنديو د درولو معامله  ددې لپاره خرابه سي،تسک دپولند او د امريکايانو  اتحاد  ته  تاوان رسولی دی. که  د توغنديو د درولو طرحه  رښتيا د عمل جامې واغوندي  بيا هم  ويل کيږي  چي  توسک پولنډ پر امريکايانو باندي په کمه بيه خرڅ کړی دی.

 
 
Artikel bookmarken

موږته بريښنا ليک راولېږيلېږلچاپ

د موضوع په اړه نور معلومات



 
د ورځي عکس
ImageOfTheDay

DW-TV EUROPE live

In Focus - Air Zermatt - Part Five