1. اصلي محتوا
  2. عمومي هدايت کونکي(navigation)
  3. اضافي محتوا
  4. لوړ هدايت کونکی
  5. لټون
  6. د 30 ژبو څخه يوه غوره کړئ


 

آلمان او نړۍ | 08.07.2008

جرمني مسلکي کارګرانو ته اړتيا لري

آلمان اوس هم انجينرانو ته خصوصاً د ماشين جوړولو،موټرانو او الکتروتخنيک برخه کي ضرورت دی . د جرمني د انجينرانواتحاديه د 96000 مسلکي کارګرانو د کمبودۍ څخه خبري کوي

په جرمني کي د کار پيداکولود رياست د نوو ارقامو پر اساس درې مليونه بيکاران موجود دي ،چي د هغوی  زيادتره  برخه  د  ډيري  مودې راهيسي بيکاره دي ،او دتقريباً یوه کال  څخه هيڅ کار نلري .خو  ډيری  يې مسلکي زده کړه او پوهه نلري . ځکه نو د ډيروکارو د پاره  دوی  نه  پکاريږي .لکه څنګه چي ددغه رياست مشر فرانک يورګن وايزه  وايي ،يوازي هغه کسان پکاريږي چي هغه مسلکي وي : « د مؤسسو په داخل کي طبعآ مسلکي کسان وجود لري . خو ما ددې څخه تعجب وکۍ، چي هم په  فابريکو او هم د لاسي صنايعو په بخش کي مثلاً برقيانو ته  ضرورت وي . »

 

اوس هم انجينرانو ته خصوصاً د ماشين جوړولو،موټرانو او الکتروتخنيک  برخه کي ضرورت دی . د جرمني د انجينرانواتحاديه د 96000 مسلکي کارګرانو د کمبودۍ څخه خبري کوي . چي دا د څلورو کلو د دمخه په نسبت دوه چنده سوي دي . اقتصادي بخش لا پخوا آلارم ورکړی دی ، او د جرمني حکومت هم غواړي پدې برخه کي يو څه وکي .

 يو بهرنی کارګرBildunterschrift: Großansicht des Bildes mit der Bildunterschrift:  يو بهرنی کارګر

لکه څنګه چي د کار د وزارت  وياند سټيفان ګيفيلر وويل ،چي حتي يوکال مخکي لا په ميسه بيرګ کي د اييتلافي ګوندونو د جلسې پر وخت فيصله وسوه ، چي د کار وزارت بايد د مسلکي کارګرانو غم وخوري :« د ميسه بيرګ د پريکړي پر اساس د جرمني حکومت مکلف سو ،او موږ ته يې وظيفه راکړه چي بايد يو سيستماتيک سيسټم ته انکشاف ورکو ، تر څو د مهاجرينو راتلل د جرمني د کار د بازار سره عیار سي .

مثلاً  آيا موږ  په  جرمني کي څه ډول مسلکي کارګرانو ته ضرورت لرو ،او په کمو برخو کي ؟ او دقيقاً پر همدې بايد کار وسي .»

 

 دهغه  دقيق  ضرورت  بايد په آينده کي هره مياشت د شرکتو څخه وپوښتل سي ، تر څو وکولای سو د هغه له مخي د راتلونکو شپږو مياشتو د مسلکي کارګرانو دضرورت  پيش بيني وکولای سو . دهغه  نتايج  به بيا د کار دقواوو د ضرورت په نامه اتحاديې ته وسپارل سي . دغه اتحاديه چي د اقتصادي  ټولنو ، صنفي اتحاديو ،او مسلکي کسانو څخه جوړه ده ، د داخلي کارګرانو د مسلکي توب مشورې ورکوي ،اود ضرورت په وخت کي به دخارجي کارګرانود راتګ توصیه کوي . خو د مسلکي مکتبود فارغانو دپاره بيا هغه اعتبار نلري .

ځکه نو د اقتصاد هغي غوښتني ته چي د پولينډ ، چک او بلغاريې څخه  دي مسلکي تعليم ليدونکي جرمني ته راسي ، د کار دوزارت د وياندسټيفان ګيفيلر لخوا ورسره په ښکاره ډول مخالفت وسو .

په جرمني کي يو کمپيوټر پوه مېلمه کارګرBildunterschrift: Großansicht des Bildes mit der Bildunterschrift:  په جرمني کي يو کمپيوټر پوه مېلمه کارګر 

ده وويل : « دا ددې خاطره هم نه کيږي ، چي که موږ په جرمني  کي د مسلکي زده کړي بازار ته وګورو، او موږ د هغو تعداد ته وګورو چي د سلو زرو څخه تر دوو سوو زرو پوري پخوانۍ عریضې موجودي دي ،چي تر اوسه پوري يې  مسلکي زده کړه نده ليدلې . اودا هغه څه دي چه موږ په جرمني کي د هغه سره مخامخ يو. اول  بايد په دغو کسانو مسلکي زده کړي ووينو .ځکه نو دا يوه سياسي غوښتنه نده، بلکي موسسې بايد هغو ته مسلکي زده کړه ورکي . »

 

په سياسي جر وبحث کي بيا پر دې خبري کيږي چي داروپايي ټولني د شرقي هيوادو غیر مسلکي کارګرانو ته نور هم ددووکلو دپاره یعني تر 2011 کال پوري د کار کولو اجازه ورنکي . خو د هغه په باب لا تر اوسه پوري کمه مشخصه پريکړه نده سوې . ددې برعکس به بيا د جرمني بازار ډیر ژر د ښو مسلکي کارګرانو پر مخ خلاص سي .

د کار او کورنيو چارو وزارتونه اوس په ګډه سره پر دغه موضوع باندي کار کوي ، چي د جولای پر 16 يا 23 مه به کابينه هغه تايیدکي .  په جر وبحث کي پر دې هم خبري کيږي چي د مسلکي کارګرانو د معاش کلنۍ اندازه چي د هغه پر اساس ويزه اخلي، هم راکمه سي .  تر اوسه بايد مسلکي خارجي کارګران د کاله 86400  ايرو عايد ولري ، تر څو ورته  د پاته کيد و دايمي ويزه ورکول سي .

 
 
Artikel bookmarken

موږته بريښنا ليک راولېږيلېږلچاپ

د موضوع په اړه نور معلومات



 
د ورځي عکس
ImageOfTheDay

DW-TV EUROPE live

euromaxx (english) - German Singer Klaus Hoffmann Pays Hommage to Chanson Legend Jacques Brel