1. اصلي محتوا
  2. عمومي هدايت کونکي(navigation)
  3. اضافي محتوا
  4. لوړ هدايت کونکی
  5. لټون
  6. د 30 ژبو څخه يوه غوره کړئ


 

د ورځې موضوع | 08.07.2008

اروپايي ټولنه او د پناغوښتونکو موضوع

په ژنيو کي د ملګرو ملتو عالي کميسارۍ UNHCR د فرانسې څخه چي اوس داروپايي ټولني مشري په غاړه لري ، په احتياط سره وغوښتل ، چي د پناه غوښتونکو او مهاجرينو ساتنه هيره نه کي

 UNHCR اندېښنه لري، چي د فرانسې محافظه کار جمهوررييس نيکولا سرکوزي به په دغه برخه کي نسبتاً سخته تګلاره تعين کي . د اروپايي ټولني دمشرتابه د اخيستلو پر وخت نيکولا سرکوزي په يوه ټلویزیوني مرکه کي پدې باب خپله تګلاره بيان کړه او ويي ويل: « دا د فرانسې لخوا د اروپايي ټولني دمشرتابه يو بل هدف دی ،چي  د مهاجرينو د سیاست په باب  یو ګډ سیاست رامنځته کي . »

 

نيکولا سرکوزي  وویل چي موږ  باید یو واري  د مهاجرينو تعداد ته هم نظر واچوو. « 450 ملیونه ځوان افريقایان موجود دي ، چي تر 17 کلنۍ کم دي . او دا پداسي حال کښي چي افریقا د اروپا څڅه  فقط 13 کیلومتره ليري ده .»

 اروپا ته د راتلو په انتظارBildunterschrift: Großansicht des Bildes mit der Bildunterschrift:  اروپا ته د راتلو په انتظار

د اروپايي ټولني د کمیسارۍ د ارقامو پر اساس په اروپايي ټولنه کي هر کال فقط 220000  انسانان  د پناه غوښتنه ورکوي ، او یو نیم تر دووملیونو پوري انسانان اروپايي ټولني ته په قانوني  ډول سره راځي . او ګمان کيږي چي په همدې اندازه په اروپايي ټولنه کي په غیر قانوني ډول سره ژوند کوي .

 

جمهوررييس نيکولا سرکوزي خپل  د پناه غوښتونکو د سیاست پواسطه سره غواړي چي، په فرانسه کي د محافظه کارانو په منځ کي نور هم محبوبیت پلاس راوړي ، ده وويل : «  فرانسه او یا اروپا نسي کولای چي ددې نړۍ اضافه  آواره ګي او دربدري له منځه يوسي ، اوبيا به  نو زموږ د فرانسې یا اروپا اجتماعي دولتونه هم خراب سي .»

 

په Cannes کي د کورنیو چارو د وزیرانو تر غونډي د مخه ، فرانس او هسپانيه تر ډيري شخړي وروسته بلاخره پر یوه ګډ پيشنهاد سره يو سول. فرانسې پر هسپانيې هميشه انتقاد کړی دی ، چي هسپانيه 800000 غیرقانوني مهاجرينو ته چي په هسپانیه کي يې کار پيدا کړی دی ، اسناد ورکړي دي .

 
 
Artikel bookmarken

موږته بريښنا ليک راولېږيلېږلچاپ

د موضوع په اړه نور معلومات



 
د ورځي عکس
ImageOfTheDay

DW-TV EUROPE live

Im Focus - Nahaufnahme: Macht Mensch Münte