1. اصلي محتوا
  2. عمومي هدايت کونکي(navigation)
  3. اضافي محتوا
  4. لوړ هدايت کونکی
  5. لټون
  6. د 30 ژبو څخه يوه غوره کړئ

 
 
 

 

آلمان او نړۍ | 09.09.2008

لودويګ فن بيت هوفن Ludwig van Beethoven

لودويګ فن بيت هوفن د 1770 ميلادې کال د دسمبر د مياشتې په 17 د آلمان د بن په ښار کې زيږيدلې او د 1827 ميلادې کال د مار چ د مياشتې په 26 نيټه په ويانا کی له دې نړې سترګې پټې کړې.

دې په داسې يوه کورنې کې لوې شوې چې ټول د موسيقې د فن او هنر سره آشنا و.
د بت هوفن پلار ديو بل نامتو آلمانې موسيقې پوه ولف ګانګ آمادیوس موڅارت Mozart له دې  استعداده څخه  چې په 6 کلنې کې يې د موسیقې پارچې ليکلې ډيرتر ښه تاثير لاندې راغلې و، او غوښتل يې چې د ده زوی هم په موسيقې کې  همداسې يوه ځلانده څيره وې. نو پلار يې په کوچنې والې کې بت هوفن ته پیانو، آرګن، او کلانيت  ورښودل. په داسې حال کې چې بيت هوفن د موسيقې آلات غږولاې شواې، خو په ښونځې کې يې مزه  چندانې نه وه. دا ‏خبره دې ځای ته ورسیده چې بيت هوفن په 11 کلنې کې ښونځې پریږدې.
بيت هوفن د ماشومتوب  په زمانه کې د يو لړ نورو ربړو سره هم مخامخ وه. پلار يې يو شرابې و، مور يې تل ناروغه وه. دې د خپل پلاره سره چندانې جوړ نه و او په اصطلا د مور زوې و.

دا چې بيت هوفن وروسته د موسيقې رشته تعقيب کړې، په دې لاره کې د بيت هوفن د پلار ملګرې يې چې د بن په دربارکې بارسوخه خلک و له ده سره مرسته کړې. او وروسته پلار يې هم دا منلې چې د موسیقې په څانګه کې  د بيت هوفن روزنه نور موسیقې پوهان لکه Christian Gottlob Neefe او Franz Anton Ries په غاړه واخلې. او Neefe هغه څوک دې چې په 1782 ميلادې کال کې يې د لودويګ لمړې اثر نشر کړې دې. بيت هوفن 14 کلن و، چې د بن په دربار کې دې آرګن غږونکې په توګه با معاشه کار کاو.
 د موسيقې په څانګه کې د خپلو تحصیلاتو د بشپړولو د پاره بیت هوفن په 1787 میلادې کال کې وین ته سفر کړې  او هلته يې غوښتل چې د ولف ګانګ آماديوس موڅارت شاګرد شې. خو له يوې خوا موڅارت زيات وخت نه درلود او له بله پلوه بيت هوهن  بايد بيرته بن ته راستون شوې واې، ځکه چې مور يې ناروغه وه. 
مور يې  په 1787 میلادې کال کې مړه شوه، چې دغې پيښې په بيت هوهن باندې ډیره بده اغيزه وکړه.
په 1789 میلادې کال کې بیت هوفن د بن به پوهنتون کې په تحصيل پيل کوې. په دغه وخت کې دې  د فرانسې د لوې انقلاب تر تاثير لاندې هم راځې  او د ده په آثارو کې هم دغه اثرات لیدل کيږې. مثلا په 1793 میلادې کال کې دې ليکې چی:

په بن کې د بيتهوفن زيږد کورBildunterschrift: Großansicht des Bildes mit der Bildunterschrift:  په بن کې د بيتهوفن زيږد کور « ښه وکړې تر ځایه چې کولاې شې»، 
« له آزادې سره مينه ولرې» او
«د حقیقت له ویلو  څخه هيڅکله  خوله مه بندوې» .

لودويګ فن بيت هوفن 22 کلن و چې بيا ويانا ته د تحصیل لپاره ولاړ. خو له همدغه سفر نه دې بيا هيڅکله بيرته بن ته ندې را ګرځیدلاې.

د لمړې ځل لپاره بيت هوفن په 1793 میلادې کال کې  د موسیقې د يوه هنرمند په توګه د عامه انظارو په وړاندې د يوه کمپونيست په توګه  تبارز کړې او د19 پیړۍ په لمړې لسيزه کې بیت هوفن د اطريش په نوې امپراطورې کې په اروپا کې ترټولو نامتو موسیقې پوهانو څخه شميرل کیده. په 1813 میلادې کال کې يې خپل 7 شمير سنفونې لیکلې چې 30 کاله وروسته ريچارد واګنر دغه اثر په اصطلا  « د نڅا د خداې په نامه»  يادوې.
لودويګ فن بيت هوفن د 1826 میلادې کال د نومبر په مياشت کې د ځګر په ناروغې  اخته کيږې او په 1827 ميلادې کال کې  له دې نړې څخه ځې.

 
 
Artikel bookmarken

موږته بريښنا ليک راولېږيلېږلچاپ

د موضوع په اړه نور معلومات



 
د ورځي عکس
ImageOfTheDay

DW-TV EUROPE live

Journal (english) - With Business