1. اصلي محتوا
  2. عمومي هدايت کونکي(navigation)
  3. اضافي محتوا
  4. لوړ هدايت کونکی
  5. لټون
  6. د 30 ژبو څخه يوه غوره کړئ

 
 
 

 

ځانگړي مطالب | 26.09.2008

ننګرهار: د اوه اويا ميلونو افغانيو پر ارزښت شپږ اويا پروژي بشپړي شوي

د ننګرهار په ولايت کي هم د کليو او پراختيا وزير احسان ضيا لخوا د اوه اويا ميلونو افغانيو پر ارزښت شپږ اويا پروژي بشپړي او د اته ديرش ميلونو افغانيو پر ارزښت پنځلس پروژي نوي پرانيستل شوي.

د افغانستان د کليو او پراختيا وزير احسان ضيا تيره اونۍ د هيواد ختيځو ولايتونو په يورسمي سفر راغلي چي د کونړ، ننګرهار او لغمان له ولايتونو څخه يي ليدنه وکړه. د کليو او پراختيا وزيراحسان ضيا وايي له دغه سفر څخه يي موخه د پخوانيو پروژو له ليدلو څخه جاج اخيستل او د يو شميرنورو پروژو څخه ليدنه وه. د کليو او پراختيا وزير وايي د لغمان له ولايت وروسته يي د ننګرهار په ولايت کي هم شپږاويا پروژي بشپړي اود ګټي اخيستولپاره يي د غونډي پرمهال خلکوته وسپارلي.

د نوموړي په وينا پدغو پروژو کي د پلونو، استنادي ديوالونو، پلچکونو، بريښنايي ډيمونو،سړکونو،ژورو څاګانو او يو شمير نوري پروژي شاملي دي. د ده په وينا دغه ټولي پروژي د ننګرهارپه يو ويشتو ولسواليو کي د خلکو په خوښه پرمخ وړل شويدي، چي لس په سلو کي د خلکو ونډه هم پکي شامله ده.

د احسان  ضيا په وينا د ننګرهار ولايت لپاره د ملي پيوستون د پروګرامونو له لياري څه باندي يومليارد افغانيو پر ارزښت شپاړلس سوه يو څلويښت پروژي منظوري شويدي، چي له دغو منظورو شوو پروژو له جملي څخه اته سوه اته ديرش پروژي بشپړي شويدي او په اته سوه  اته پروژو باندي  کارونه دوام  لري.

 

د خلکو په وينا دوي د کليو او پراخيتا وزير احسان ضيا څخه په سيموکي دلويو اساسي پروژو  د تطبيق غوښتنه وکړه چي د خلکو ستونزي د تل لپاره هواري شي. د خوګياڼو ولسوالۍ اوسيدونکي  ملک نواب وايي چي که دوي ته د سپين غره په لمنو کي د اوبو بندونه جوړ شي، نو له يوي خوا به بريښنا توليد کړي او له بلي خوا په زرګونو هکټاره ځمکه د اوبو لاندي شي. د دغو پروژو په تطبيق سره به د خلکو د ژوند سطحه په خپله لوړه لاړه شي. خو د کليو او پراختيا وزير احسان ضيا وايي چي دوي د خلکو په خوښه خپل کارونه پرمخ وړي.  د ده په وينا که د سيمي خلک وغواړي  شايد دولت پدي برخه کي يو تصميم ونيسي. د کليو او پراختيا د وزيرپه وينا چي په نوي لمريز کال کي د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره يو شميرنور پروګرامونه هم په پام کي لري چي پدغو ولايتونو کي به پلي شي،

د ننګرهارد ملي پيوستون د پروګرامونو مئسول انجينرحبيب الرحمن سالارزي وايي د دغه ولايت ټولي ولسوالي اوسمهال د ملي پيوستون د چتر لاندي راغلي، چي په هره ولسوالۍ کي  به د ميلونو افغانيو په ارزښت بيارغونيزي پروژي پيل شي. خو د يو شميرخلکو په اند د ملي پيوستون پروګرام  د هيواد په زياترو ولايتونو کي د خلکو په ګټه تمام شويدي خو په شمير سيمو کي د خلکو سترګي پري توري کړي او هسي ځانونه يي تير ايستلي دي.

د دوي په وينا چي د کليو او پراختيا له مئسولينو څخه غوښتنه کوي چي د دغو جعل کاريو مخه ونيسي ترڅو په راتلوونکي ښي پروژي تطبيق شي.   

 
 
Artikel bookmarken

موږته بريښنا ليک راولېږيلېږلچاپ

د موضوع په اړه نور معلومات



 
د ورځي عکس
ImageOfTheDay

DW-TV EUROPE live

in good shape - The Health Show