1. اصلي محتوا
  2. عمومي هدايت کونکي(navigation)
  3. اضافي محتوا
  4. لوړ هدايت کونکی
  5. لټون
  6. د 30 ژبو څخه يوه غوره کړئ


 

آلمان او نړۍ | 08.10.2008

په دوهمه ټلويزيوني مقابله کې اوباما لانور هم مخکی شو

بارک اوباما وښودله چې دی هم په پرګنيزو ټولنو کې ځان خوځولای شی او له خپل رقيب جان مک کين څخه خورا مطمين او آرام بريښيده.

هغه موضوعګانې چې دوی دواړو بيګا ماښام د تينيسی د ناشويلی د بيلمونت په پوهنتون کې پرې خبرې وکړې په پراخه توګه په اقتصادی بحران، انرژۍ او بهرني سياست څرخيدې.

اوباما وويل چې د اقتصادی بحران د حلولو په خاطرد 700 ملياردو ډالرو مرسته يواځې لومړنی ګام دی.

متوسط بانکونه د ژغورنې پروګرام ته اړتيا لری. او دا د منځنیو بانکونو لپاره د ماليې د راټيټيدو او د کورونو د خاوندانو لپاره د مرستې مانا لری، څو دوی په خپلو کورونو کې پاتې شي، دا د دې مانا لرې چې موږ د حکومت او دولت سره مرسته کوو چې سړکونه او پلونه جوړ کړی، څو خلک کار ولرې او په اوږد مهاله توګه د روغتيا سيستم او د انرژﺉ رسونه جوړ کړو، څه شی چې کورنۍ هره مياشت ځوروی.

جان ميک کين د کورونو خاوندانو ته د مرستې غوښتنه وکړه. ده وړانديز وکړ چې دولت دې د کور له هغو خاوندانو څخه چې د کور اقساط نه شی ورکولای غير منقولې شتمنی وپیری او په ټيټ سود يی بدلې کړی. د ولسمشری دواړه کانديدان په اکثرو نورو برخو کې مخالف نظرونه درلودل. په داسې حال کې چې بارک اوباما د شتمنو د ماليې لوړول غواړی، جان ميک کين وايي:

«پريږدی چې موږ ماليه لوړه نه کړه. په روښانه ډول: زه د بډايانو د ماليې د ټيټيده پلوی نه يم. زه د دې پلوﺉ يم چې ماليه همداسې چې ده، پريښودل شی.»

پداسې حال کې چې اوباما د روغتيا دولتی بيمه د خلکو حق ونوموله، ميک کين ويل چې امريکاييان خپله د دې مسؤليت لری.

بارک اوباما او جان مک کين له مقابلې وروسته يو بل ته لاس ورکويBildunterschrift: Großansicht des Bildes mit der Bildunterschrift:  بارک اوباما او جان مک کين له مقابلې وروسته يو بل ته لاس ورکوي

په بهرنی سياست کې جان ميک کين له خپلې تجربې څخه کار واخيست. ده وويل ، چې د امريکې متحد ايالتونه کولای شی پريکړه وکړی چې څه وخت يې پوځ بريالی مأموريت وکړی او څه وخت نه.

« اوزه باور لرم چې زما تجربې په لبنان کې د بحری پوځ پرضد زما مقاومت او په کوزووا او بوزنيا کې د مأموريت نه زما ملاتړ او د خليج د لومړی جګړې نه زما تجربې زما لپاره کفايت کوی. سناتور اوباما په عراق کې د پوځ په ډيرولو يا زياتوالی کې غلط و، دﺉ د روسيې په هکله د ګرجستان د جګړې په اړه غلط و، او د خپلې دندې په لنډه موده کې يي د امنيتی سياست غوښتنې نه دی درک کړی. موږ د دې لپاره وخت نه لرو چې څوک هغه وخت زده کړی چې په څوکی کينی.»

د سی ان ان د تلويزيونی شبکې په ټولپوښتنه کې اوباما په سلو کې 54 مخکې دی.

وروستی او دريمه تلويزيونی مقابله به د اکتوبر په 15 نيټه په نيويارک کې وشی، چې د کورني سياست او اقتصاد په هکله به پوښتنو ته ځوابونه پکې ورکړل شی.

 
 
Artikel bookmarken

موږته بريښنا ليک راولېږيلېږلچاپ

د موضوع په اړه نور معلومات



 
د ورځي عکس
ImageOfTheDay

DW-TV EUROPE live

Germany Today - Window on Germany