1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

د آلمان په دوسلدورف کې یو کس په ډزو وژل شوی

۱۴۰۳ اردیبهشت ۹, یکشنبه

د آلمان په غربي ښار دوسلدورف کې د یکشنبې په سهار وختي یو کس په ډزو وژل شوی دی. دوسلدورف د آلمان په غرب کې د نورد راین ویستفالن ایالت مرکز دی.

https://p.dw.com/p/4fGf0
د آرشیف انځور - د دوسلدورف ښار په مربوطاتو کې د آلمانې پولیسو یو موټر
د آرشیف انځور - د دوسلدورف ښار په مربوطاتو کې د آلمانې پولیسو یو موټرانځور: Christoph Reichwein/dpa/picture alliance

د آلمان د پولیسو یو ویاند د آلمان خبري آژانس ته وویل چې پېښې سره په تړاو یو تن تر ډزو وروسته د سهار په شاوخوا ۲ بجو او ۴۵ دقېقو نیول شوی دی.

تر اوسه روښانه نه ده چې آيا په دغه قضیه کې به نور کسان هم دخيل وي او که نه.

خو د پولیسو ویاند وويل چې له څارنوالۍ سره په همغږۍ د پيښې په هکله د دوی تحقیقات ادامه لري.

په رپوټ کې د وژل شوي کس او د تورن کس د هویت په هکله څه نه دي ويل شوي.

دوسلدورف د آلمان په غرب کې د نورد راین ویستفالن ایالت مرکز دی.

(dpa)mks/aa

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل